دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 103528
کندهار او بلخ کې شپږ افغانان وژل شوي

د افغانستان شمالي بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د یوه واده مراسمو کې چاودنې څلور کسان وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي، نامالومو کسانو د واده مراسمو ته لاسي بم ورغورځولی دی.
تر اوسه د پېښې مسؤولیت چا نه دی منلی، خو د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د پېښې د پلټنې په اړه یې سیمې ته یو پلاوی استولی دی.
بل خوا، د کندهار سیمه ییز چارواکي وآيي، په دامان ولسوالۍ کې د ایساف سرتېرو دوه ولسي وګړي په ډزو وژلي دي.
د کندهار ولایتي ویاند صمیم خپلواک وايي، پېښه تېره ورځ د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه شوې، چې په وینا یې ایساف سرتېرو وروسته تر هغه پر دغو کسانو ډزې وکړې، چې ددوی پوځي کاروان ته ورنژدې شول.
د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنه پیل شوې ده.
د پېښې په اړه ځینې لومړني معلومات ښيي، چې دغه کسان د ایساف سرتېرو له کاروان نه نژدې سل متره لیرې و، خو شاید ایساف د ځانمرګو ګومان ورباندې کړی وي.
ایساف هم رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې دغه پېښه تایید کړې ده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewx8zvjh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته