دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 110045
سعودي عربستان په سیاسي هدفونو سره په یمن حمله کړي ده
د لبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله عمومي منشي په یمن دال سعود رژیم دتیریو په غندلو سره وویل دیمن له ملته ملاتړ دټولو اسلامي هیوادونو انساني او اخلاقي وظیفه او دنده ده .
زمونږ خبریال وايي دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله عمومي منشي حسن نصر الله وویل سعودي عربستان په چټي پلمو سره دیمن په مظلومو خلکو حملې سره ددنیا او سیمې د مسلمانانو غصه راپارولي ده .
حسن نصر الله دغه ادعا ته په ځواب کښې چې په یمن کښې جنګ ددې لپاره دی چې یمن یو عرب هیواد دی وویل حتی له اسلام څخه مخکې او هغه وخت چې دعرب ټاپووزمې خلک بې سواده وو دیمن خلک دتمدن خاوندان وو .
دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله عمومي منشي په یمن کښې دشیعه او سني دجنګ د ادعا په ردولو سره ټینګار وکړ هغه څه چې په یمن کښې روان دي په سیاسي هدفونو سره دیمن پرضد دسعودي عربستان جنګ دی .
حسن نصر الله په یمن کښې د څلورویشت(۲۴) میلیونه خلکو کلابندۍ ته په اشارې سره وویل په یمن کښې دسعودي عربستان او دهغه دملګرو په حملو کښې کورونه ، بازارونه ، ښوونځي ، روغتونونه او دخوراکي موادو ټول ګودامونه تباه شوي خو دسعودي عربستان او دهغو هیوادونو چې په یمن حملې کوي سپوږمکیز ټیلي ويژن
چینلونه دیمن دبې دفاع خلکو پرضدخپل تاوتریخواليو جنایتونه او دخلکو دوژلو او ژوبلیدا هیڅ خبراو ویډیو نه خپروي .
حسن نصر الله دملګروملتونو په امنیت شورا نیوکې سره وویل امنیت شورا باید په یمن کښې دجنګ دبندیدا فیصله کوله خو د جلاد یعني سعودي عربستان وړاندیز یې ومانه او دیمن په مظلومو خلکو یې سترګې پټې کړې .
دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله عمومي منشي حسن نصر الله وویل سعودي عربستان دهغه شکست په دلیل چې په سوریې، لبنان او عراق کښې یې خوړلی دی دایران په شان له اغیزشیندونکو هیوادونو سره خبرو ته چمتو نه دی او اوس په یمن او بحرین کښې دښځو او ماشومانو دوژلو له لارې دبریالیتوب دترلاسه کولو کوشش کوي .
هغه وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې مسلمانان ، عربان او ددنیا خلک په واضح ډول سعودي عربستان ته ووايي چې جنګ او د حرمین شریفین په نوم او د بیت الله الحرام د حاجیانو په پیسو سره د مسلمانانو ګمراه کول همدومره بس دي .
دلبنان دحزب الله مشر وویل په اسلامي دنیا کښې د اختلاف ستر بایلونکی دفلسطین ملت او دفلسطین مسله ده اوپه اسلامي دنیا کښې داختلاف یوازنی ستر بریالی امریکا او اسرایل دي .
دلبنان دحزب الله مشر دغه راز دیمن په وړاندې د پاکستان دملت او حکومت ددریځ مننه وکړه .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtz9qnak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته