دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 113373
سعودي عربستان او دهغه ګوډاګیان په یمن کښې اووربند نه غواړي .
دیمن دانصار الله غورځنګ یوه(۱) لوړرتبه غړي ټینګار وکړ دسعودي عربستان ال سعودر رژيم او دهغه ګوډاګي ډلې په هیواد کښې اووربند نه غواړي .
د یمن دانصار الله ولسي غورځنګ لوړرتبه غړي قاسم الخطیب وویل په جنیوا کښې دصلحې په خبرو کښې دسعودي عربستان او دهغه دګوډاګیو ډلو هدف په یمن دسعودي عربستان پوځي یرغل ته د روا والي ورکول وو .
دیمن دغه سیاسي فعال وویل لومړۍ ټاکل شوي وه چې په جینیوا کښې د یمن دسیاسي ډلو خبرې سیاسي وي او خارجي عوامل لاسوهنه ونکړي خو کله چې دسیاسي ډلو استازي جینیوا ته ورسیدل نو سعودي عربستان په لاسوهنو سره داووربند خنډ شو .
دیمن د انصار الله غورځنګ دغه غړي وویل دجینیوا په خبرو کښې ملګروملتونو په ښه ډول وښودله چې خپلواکۍ نلري او امریکا دملګروملتونو لپاره فیصله کوي .
قاسم الخطیب وویل هغه وخت چې سعودي عربستان په یمن کښې جنایتونه کوي او خلک وژني مونږ دملګروملتونو او دنړیوالې ټولنې له معنا دډکې چپتیا کتونکي یوو .
هغه وویل دسعودي عربستان دحملو په وجه د یمن له نامناسبو حالاتو سره سره هرڅه چې دي د یمن دمظلوم ملت په ګټه به وي او سعودي عربستان تراوسه هیڅ بریا نه ده لرلي او نور هغه وخت ختم شوی چې سعودي عربستان په یمن مدیریت وکړي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5s0fsyt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته