دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 114867
د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ سقوط وکړ
راپورونه وايي، د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د سرپل د ولایتي شورا غړي اسدالله خرم آزادي راډیو ته وویل چې د کوهستانانو ولسوالي له وسله والو مخالفینو سره د پرونیو جګړو په دوام نن سهار سقوط وکړ.

د سرپل ولایت یوه سیمه ییز مقام چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي هم له آزادي راډیو سره په خبرو کې د کوهستاناتو ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړ.

د سرپل امنیه قومندان محمد عاطف جبارخیل ازادۍ راډیو ته ویلي چې له نن سها راهیسې یې له ولسوالۍ سره اړیکې پرې شوې دي.

طالبانو هم ویلي چې کوهستاناتو ولسوالۍ د دوی لاس ته ورغلې ده.

پخواني معلومات:

راپورونه وايي، د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د سرپل د ولایتي شورا غړي اسدالله خرم آزادي راډیو ته وویل چې د کوهستانانو ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو سره د پرونیو جګړو په دوام نن سهار سقوط وکړ.

د سرپل ولایت یوه سیمه ییز مقام چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي؛ هم له آزادي راډیو سره په خبرو کې د کوهستاناتو ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړ.
سرچينه : د صدای افغان افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcce0qsm2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته