د افغانستان د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي؛ نشه یي مواد ټولنې ته په یوې لویې ستونزې اوښتی او مدني ټولنې ته په کار ده چې په دې مبارزه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د کوکنارو د کرکیلي او په مجموع کې د مخدرو موادو د تولید او قاچاق پرضد د روانو هڅو په لړ کې؛ دا ځل د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مدني ټولنو د هڅو غوښتنه وکړه.
د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د سه شنبې په ورځ په کابل کې له مدني ټولنې سره په ګډه مشورتي ناسته کې؛ مخدره مواد یوه لویه ستونزه وبلله او له مدني ټولنو یې د همکاري وغوښتنه.
دې له مدني ټولنې هیله وکړه چې په دې برخه کې دې هر ډول هڅه او ابتکار وکړي:
((د مخدروموادو ګواښ د ناامنیو له ګواښه کم نه دی؛ غواړو ستاسې په همکارۍ د دې موادو پرضد مبارزه پراخه کړو؛ څو یوه سالمه ټولنه ولرو او ځوانان مو له دې رنځه وژغورو.))
دغه وزارت تر دې پخوا هم د افغانستان له ځوانانو، قومي مشرانو، کورنیو، روښانفکرانو او دینې عالمانو څخه غوښتي و چې د دغې خطرناکې ستونزې د له مینځه وړلو لپاره دې هڅې جاري وساتي.
دا په داسې حال کې کې ده چې د ملګرو ملتو سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي؛ افغانستان اوس هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې ځای لري چې مخدر مواد په کې زیات تولیدیږي.
سربېره پردې راپورونه وايي چې دغو موادو پر افغانانو هم ناوړه اثر کړی او د روږدو شمېر یې شاوخوا درې نیم میلیونو ته رسیدلی دی.
د مخدرو موادو د وزارت او د مدني ټولنې په جوړه مشورتي ناسته کې د افغانستان د جمهور ريیس میرمن بي بي ګل غني وویل؛ اوس د دې وخت رارسیدلی چې په دې مبارزه کې د افغانستان ټول خلک برخه واخلي:
((اعتیاد بې وزلی او معتبر، باسواده او بېسواده نه پیژني؛ که نن د دې ستونزې پرضد ملي مبارزه پیل نه کړو؛ خدای مه کړه په راتلونکې کې به ګڼ شمېر ځوانان له لاسه ورکړو.))
د مدنې ټولنې غړیو ژمنه وکړه چې په دغه مبارزه کې به ونډه اخلي.
د مدني ټولنې غړې فتانه ګیلاني ازادي راډیو ته وویل:
((زه هیله منده یم چې له زیات دقت څخه کار واخلو د خلکو او هېواد پروړاندې مسوولیت وښیو او په دې مبارزه کې د ملي یووالی د حکومت ملاتړ وکړو.))
خلک وايي، له شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې، د دې مبارزې لپاره نړېوالو ټولنې له افغانستان سره د سلګونو میلیونو ډالرو مرسته وکړه؛ خو حکومت ونه توانید چې دغه مبارزه په لازمه توګه پرمخ بوځي.
راپورونه وايي، په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان په ځینو جنوب غربي ولایتونو کې د کوکنارو کرکیله څو برابره زیاته شوې ده.
افغان حکومت وايي، د دې موادو په تولید او قاچاق کې د سیمې او نړۍ مافیايي ډلې شاملې شوې چې پر ضد یې مبارزه یوازې د افغانستان له توانه وتلې ده.
افغان حکومت د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړي چې په دې مبارزه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)