دخپریدو نیټه :شنبه ۷ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 94354
عظیمي: افغان سرتیري د هملند په جګړه کې د وسلو او تجهيزاتو د کموالي ستونزه نه لري
د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان سرتیري چې په هلمند کې له وسله والو مخالفانو سره په جګړه بوخت دي؛ د وسلو او تجهيزاتو د کموالي ستونزه نه لري.
د دې وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ازادۍ راډيو ته وويل؛ افغان پوځيان چې په سنګين، موسى کلا، نوزاد، کجکي او مارجې ولسواليو کې په جګړه بوخت دي په لوړ مورال په جګړه بوخت دي:
”هلته نه د وسلو، نه د تجهيزاتو او نه هم د اعاشې په برخه کې کومه ستونزه لرو. يوه لېوا مو تل په سنګين کې وي، د افغان قواوو د ملاتړ لپاره مو د کومانډو يو کنډک سيمې ته ورغلى، له هلمند او زابل نه هم ضربتي کنډکونه سيمې ته تللي. نه د ځواکونو د څومره والي او نه هم د وسلو او تجهيزاتو په برخه کې کومه ستونزه لرو.“
دفاع وزارت وايي، څه باندې اته سوه وسله والو چې ډېرى يې بهرنيان وو؛ اوونۍ مخکې پر سنګين ولسوالۍ حمله وکړه، کله چې يې هلته ماتې وخوړه، په موسى کلا، نوزاد، کجکي او مارجې کې يې بريدونه پيل کړل.
ويل کیږي، په دې جګړه کې افغان پوځيانو، ملکيانو او وسله والو مخالفانو ته تلفات اوښتي دي.
د هلمند والي ويلي چې، په هلمند کې وروستۍ حمله د پاکستان د استخباراتي ادارې يا ISI افسرانو پلان کړې ده. پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
د هلمند مدني ټولنه وايي، که چېرې په شمالي ولسواليو کې د جګړې له کبله له بېځايه شويو کورنيو سره عاجلې مرستې ونه شي؛ ګڼ کسان به د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.
دغې ټولنې پرون په يوه اعلاميه کې وويل چې؛ له سنګين، موسى کلا، نوزاد او کجکي ولسواليو څخه شا و خوا څلورزره کورنۍ بېځايه شوي چې؛ د سنګين په يوه دښته کې يې اړولې دي.
د دې ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي؛ که جګړه دوام پيدا کړي او خلکو ته مرستې ونه رسیږي، انساني غميزه به رامنځته شي:
”که چېرې دا جګړه همداسې روانه وي، ګرمي زياته ده روژه هم راغله، د بېځايه شويو کسانو لپاره دا يو خطر دى او که چېرې مرستې ورسره ونه شي د دغو کسانو ژوند ته به لوى ګواښ پېښ شي.“
ويل کیږي چې، د دغو کډوالو په لسګونو ماشومان په نسناستي او نورو ساري ناروغيو اخته شوي دي.
جمهوري رياست له دغو بېځايه شويو او نورو اړو کورنيو سره د مرستې لپاره هلمند ته د پنځه مليونه افغانيو نقدي مرستې د لېږلو ژمنه کړې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc01qo.2bq0p8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته