دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 117671
لاوروف:مسکو د داعش پرضد جګړې کې د بغداد له موافقې سره سمه مرسته کوي
لاوروف په فنلنډ کې تیره ورځ وویل، دا ضروري ده چې له ترورزم سره په مبارزې کې د عراق د حکومت او د عراق د کردستان د سیمې تر منځ د همکارۍ ملاتړ وشي او په دې برخه کې روسیه د عراق په موافقې هلې ځلې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل، په بغداد کې د استخباراتو په نوي مرکز کې د روسانو، عراقیانو، ایرانیانو او سوریایانو تر څنګ که نورې ډلې دلچسپي لري، همکاري کولی شي.

د عراق د پارلمان یوه غړي د سې شنبې په ورځ ویلي و چې د استخباراتو د همدې مرکز په مرسته پر داعش د عراق دننه بمباري کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyyazzt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته