دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 150468
لاوروف: مسکو به اکتوبر کې د افغانستان د تماس د ډلې کوربه وي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، مسکو به د راتلونکې اکتوبر په ۱۱مه د افغانستان د تماس د ډلې کوربه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سرګي لاوروف په قول په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تماس دا سیمه ییزه ډله په افغانستان کې خپلې هلې ځلې بیا پیلوي.

د ښاغلي لاوروف په وینا، روسیې تل د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدو او د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې ملاتړ کړی دی.

د شانګهای د همکارۍ ټولنې تر مشرۍ لاندې د افغانستان لپاره د تماس په ډله کې د څه باندې۵۰ هېوادونو استازي شامل دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmyevouqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته