دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 118023
قربان علي عرفاني مړ شو
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی قربان علي عرفاني مړ شو.

ښاغلی عرفان د سرطان ناروغي لرله او د تداوۍ لپاره جرمني ته تللی و.

قربان علي عرفاني د وحدت اسلامي ګوند مشر او دغه راز د ولسي جرګې غړی و.

نوموړی له دې مخکې د قومونو په چارو کې د پخواني ولسمشرحامد کرزي سلاکار او د مشرانو جرګې انتصابي غړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauan6e49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته