دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 120281
عربستان په یمن کې دچاپرضد«جهاد» کوي؟
دیمن د رسمي اژانس«سبا» د رپورټ له مخې، شیخ صلاح الدین ابوعرفه؛ د مسجد الاقصی دجمعې امام سعودي رژیمـ ته په خطاب کې وویل: په غزه اودهغې په شاوخواسیموکې دصهونیستانو دالوتکو اوموشکانوعږونه، زمونږ بدنونه لړزوي. له تاسوڅخه پوښتنه کومـ، هغه مهال چې صهیونیستانو موږ اوزمونږ اولادونه په مسجد الاقصی کې ووژل، ستاسوځواکونه، ستاسو الوتکې اوموټانګونه چېرې وو؟

شیخ ابوعرفه وویل: دخدای(ج) اودهغه درسول(ص) خبروته غوږونیسئ اوله تېري څخه لاس واخلئ. هغه الوتکې اوموشکان چې یمن بمباران کوي، باید دصهیونیستانو اومسجدالاقصی په لوروویشتل شي.

شیخ ابوعرفه زیاته کړه: مونږ هیلمن یوهغه موشکلن چې دیمن په لورلېږل کېږي اوهغه الوتکې چې پدې منظورالوتنه کوي، دفلسطین د کونډوښځو اوزمونږ دمرستې له پاره راتلل، دا هغه بلاء ده چې خلک يې نیولي اومونږ پرې مبتلاشوي یو اودمسایلو له خدای(ج) څخه غوښتنه کووچې مونږ د مسجدالاقصی په لورثابت قدمـ اوموفق کړي.

دمنځنې ختيځ دمسایلو کارپوهان وايي، هغه څه چې د مسجدالاقصی دجماعت دامامـ له خوا، په یمن باندې دسعودي د دتېري هغه جنایتونه چې دغه رژیمـ اوملګرويې په دغه مظلومـ مسلمان هېوادکې سرته رسوي، ښودلي. په رښتیا دادې مسئلې په اړه یوکلک ټکان چې په رښتیا سعودي عربستان په یمن کې دچا پرضد« جهاد» کوي؟

ایا له بنسټه، په یمن کې جاري جګړه چې دسعودي عربستان اودهغودعربي همپیمانو عربي ملګرو په دخالت اونظامي تېري سره، د امریکا او اسرائیلو په مرسته په لارلوېدلي، دینې مشروعیت لري؟

داهغه پوښتنې دي چې دسعود دمشرانو دانساني اواسلامي ضد اعمالو دمدافعینو اوتوجیه کوونکو سلفي اووهابي علما وو په وړاندې شتون لري.

سلفي علماء عادت لري چې د سعودي د رژیمـ اودآل سعود د در باردعیاشو شهزادګانو هراقدامـ په شرعي لحاظ توجیه کړي اوهغوته دیني معنا اومبناو تراشي، لازمه ده چې دیمن دجګړې په اړه همـ دهغو په نظرو پوهېږو!

په یمن باندې دسعودي دمنحط رژیمـ د تېري په لومړي سرکې، دغه رژېمـ خپل مزدوران اړکړب څو دغه د روغجن او ناباوره د روغونه خپاره کړي، چې په ملکه کې دالهي امن حرمـ او د پغمبرانو د خاتمـ صلوات الله علیه ملکوتي دربار په مدینه کې دیمني« حوشیانو» دتهدیدوړدي او پدې ترتیب سره په مسلمانوهېوادوکې دډېرو دولتونو واکمنو مشرانو په پوهه یا ناپوهۍ دسعودي له رژیمـ سره، په ځانګړي ډول دیمن په بریدکې دملاتړ اوملکرتیا اعلان وکړ. ځینې نوربیا ددې په مقابل کې په چوپوالي سره سوړبرخورد وکړاو پدې ترتیب اویوډول سره يې هغه تائیدکړل.

خوداسلامي نړۍ دمسایلو دکار پوهانو په باور، هغه څه چې د مسجد الاقصی د جماعت دامامـ له خوا تازه اونوي بیان شوي، جدي اوژورتأمل اوفکرته اړتیا ده. په رښتیاولې سعودي عربستان خپلې پېسې، پانګه، سرتېري، امکانات، مالي اونفتي قدرت دفلسطین دمظلومو اوترستم لاندې خلکوپه خدمت کې نه اېږدي؟ ولې دا رژیمـ تل دفلسطین دمظلومو خلکو پرضد داسرائیلو د رژیمـ دهرې ورځې دجنایتونو په مقابل کې چوپوالی غوره کوی؟ ولې دمسلمانانو دلمړۍ قبلې په وړاندې داسرائیلو درژیمـ سازمان موندونکی تېری اودحرمت په سپکاوي پسې« دحرمین شریفین» خادمـ ولې هېڅ عکس العمل نه څرګندوي؟ آیا له یمني بې دفاع مسلمانانوسره« جهاد» واجب دی؟ په داسې حال کې چې دهغوئ یوازنی جرمـ ، په خپل برخلیک اوخپلومقدراتو باندې دسلطې اوواک دتعین دحق غوښتل دي بیا دغاصبو اوماشوم وژونکو صهیونیستانو پرضد چې هره ورځ دفلسطین مسلمان نارینه اومظلومې ښځې اوماشومان وژني، کورونو ته يې اوروراچوي، دمقدساتوسپکاوی يې کوي اوځمکې يې غصبوي اولوټوي يې؟

دا څه ډول جهاد دی چې دسعودي عربستان په ګاونډي هېواد باندې دبې دفاع مسلمانانوپرضد، دصلیبیانو اوصهیونیستانو په مرسته سرته رسېږي اوجوازلري؟ خو داسرائیلو دغاصب او جنایتکار رژیمـ په مقابل کې ـ چې دمسلمانو عربانو وینې تویوي، هلته جوازنه لري؟ داغوره دی چې مسلمان امت اواسلامي علماء ددغو پوښتنو په مقابل کې، ډېردرنګ اوتآمل سره فکروکړي. کېدای شي هغه څه چې دیمن دخلکو په مقابل کې دآل سعود په جنایتونو پسې اوهمدارنګه دفلسطینې ښځو، نارینه وو اوماشومانو د افسوسناک وضعیت په مقابل کې ددې رژیمـ برخورد چې دعلماوو له خواښودل شوي، سمـ هماغه څه به نه وي چې دهغو انساني اواسلامي وظیفه يې اقتضاء کوي اوهغه کېدای شي پدې دلیل، ددادګرعادل خدای(ج) په وړاندې دمؤاخذي وړشي.

له مظلومـ سره همدردي اوله ظالمـ سره مبارزه، دهرمسلمان دیني دنده ده، حتا که مظلومـ دیمن یافلسطین خلک وي اوظالمـ، دآل سعود اوآل یهود تېري کوونکي رژېمونه وي!!!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoyevvuqe88z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې