دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۴۱
د مطلب کود : 122657
محمد هارون چخانسوري د جمهوري ریاست د تشریفاتو د رئیس په توګه وټاکل شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د حکم په اساس محمد هارون چخانسوري پر فعلي دندو سربېره د جمهوري ریاست د چارو ادارې د تشریفاتو د رئیس په توګه وټاکل شو او دنده یې پیل کړه.

ښاغلي چخانسوري تر دې وړاندې په نړیوال بانک کې دنده ترسره کړې. په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د پالیسي جوړولو او د برنامو د مدیریت په برخو کې له ۱۲ کالو څخه زیات کار کړی دی.

ښاغلي چخانسوري خپلې لوړې زده کړې د ماسټرۍ تر کچې د عامه ادارې او پالیسۍ په برخه کې د استرالیا په سیدني پوهنتون کې ترسره کړې دي.

نوموړی د برنامو د همغږۍ، پالیسي جوړولو، عامه مدیریت او د پروژو د مدیریت په برخه کې څو تالیفات او ژباړې لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdciwrazyt1arq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته