د ناټو چارواکي وایي، په افغانستان کې به د دغه سازمان په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د اذربایجان همکاري ډېره شي.
د جنوبي قفقاز او منځنۍ اسیا لپاره د ناټو د سرمنشي ځانګړي استازي جیمز اپاتورای پرون په پلازمېنه باکو کې په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې ناټو په افغانستان کې د اذربایجان سره ګډ کار کولو ته لیوالتیا لري.
نوموړي هیله وښوده چې اذربایجان به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې خپلې مالي همکارۍ ته دوام ورکړي او تر هغو به له افغانستان څخه خپل ملاتړ نه سپموي چې هغه هېواد پر خپلو پښو ودرېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې اذربایجان ته د سفر پر مهال له و لسمشر الهام علییوف څخه د هغه هېواد د رول او په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ د ژمنتیا له تمدید څخه مننه وکړه.

سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)