دخپریدو نیټه :شنبه ۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 122920
نور د افغانستان به ېدونکې اوبه مهاروم
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت کلک ژمن دی، چې نور د افغانستان بهېدونکې اوبه د خپل هېواد د پرمختګ او زراعت له پاره مهار کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت کلک ژمن دی، چې نور د افغانستان بهېدونکې اوبه د خپل هېواد د پرمختګ او زراعت له پاره مهار کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت کلک ژمن دی، چې نور د افغانستان بهېدونکې اوبه د خپل هېواد د پرمختګ او زراعت له پاره مهار کړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، ښاغلي غني دغه څرګندونې نن په ارګ کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له خوا د ملي ترویج او کرنیز پرمختګ تر عنوان لاندې درې
ښاغلي غني وویل«نوره احمق پولي بس ده، له کلونو راهیسې زموږ له روانو اوبو نور ګټه اخلي، نور نه غواړم چې د افغانستان پر اوبو نور مزې وکړې او بې ګټې له افغانستان وبهېږي، ژمن یم چې د افغانستان اوبه نورې مهار کړم، د دغه اوبو د مهارولو له پاره به ډېر ژر د ۲۱ بندونو کار پیل شي، که څه هم یو څه وخت به وغواړي، هو تصمیم مې همدای دی، چې نور باید اوبه مهار شي.»
ورځني کنفرانس کې وکړې.
ولسمشر غني په خپله وینا کې په افغانستان کې د کرنې، مالداراۍ اوبو او په ټول کې د کرنې سکتور پر ستونزو خبرې وکړې او له اړوند وزارت، خصوصي سکتور او کرونده ګرو یې وغوښتل، چې په کډه په دې درې ورځني ناسته کې خپلې ستونزې او غوښتنې ورته په ګوته کړي.
افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، چې زراعت د هر هېواد بنسټیز سکتور دی خو د افغانستان له پاره په ځانګړې توګه دغه سکتور ځکه ډېر مهم دی، چې د افغانستان نېږدې ټول اقتصاد پر همدې ولاړ دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ثبات په کرنیز سکتور کې دی، او او که چېرې دغه سکتور ته پاملرنه زیاته نشي په افغانستان کې ثبات نشي راتلای.
ښاغلي غني وايي، دا مهال د افغانستان زراغتي سکتور ګڼې ستونزې لري، خو په وینا یې حکومت هوډمن دی، چې دغه ستونزې نور په اساسي ډول حل کړي.
نوموړي وویل، چې د کرنیز سکتور د ودې او پرمختګ له پاره لومړی اړینه ده، چې د افغانستان اوبه مهار او په عادلانه ډول پر کرونده ګرو او ځمکو و وېشل شي.
ښاغلي غني وویل«نوره احمق پولي بس ده، له کلونو راهیسې زموږ له روانو اوبو نور ګټه اخلي، نور نه غواړم
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د اوبو د ستونزې تر څنګ د ځمکې ستونزې ته هم اشاره وکړه، چې په زرګونه جریبه ځمکې دا مهال له کروندې لوېدلې او ګڼ شمېر نورې یې غصب شوې دي.
چې د افغانستان پر اوبو نور مزې وکړې او بې ګټې له افغانستان وبهېږي، ژمن یم چې د افغانستان اوبه نورې مهار کړم، د دغه اوبو د مهارولو له پاره به ډېر ژر د ۲۱ بندونو کار پیل شي، که څه هم یو څه وخت به وغواړي، هو تصمیم مې همدای دی، چې نور باید اوبه مهار شي.»
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د اوبو د ستونزې تر څنګ د ځمکې ستونزې ته هم اشاره وکړه، چې په زرګونه جریبه ځمکې دا مهال له کروندې لوېدلې او ګڼ شمېر نورې یې غصب شوې دي.
ولسمشر وویل، چې ټولو والیانو ته یې سپارښتنه کړې، چې په کلکه د غصب مخه ونیسي او هغه ځمکې چې پخوا غصب شوې د غاصبانو له منګولو راخلاصې کړي.
د ولسمشر په وینا، چې د داود خان له واکمنۍ
د ولسمشر په وینا، چې د داود خان له واکمنۍ را وروسته د افغانستان د زراعت یو پر دریمه برخه له کرنې لوېدلې، چې دې ته باید جدي توجو وشي او د دې تر څنګ باید زرګونه هکتاره نوره ځمکه هم تر اوبو لاندې او وکرل شي.
را وروسته د افغانستان د زراعت یو پر دریمه برخه له کرنې لوېدلې، چې دې ته باید جدي توجو وشي او د دې تر څنګ باید زرګونه هکتاره نوره ځمکه هم تر اوبو لاندې او وکرل شي.
ښاغلي غني پر دوامداره زراعت ټينګار وکړ او د کرنې وزارت او نورو اړونده وزارتونو یې وغوښتل، چې په همغږۍ سره د ترویج او د کرنې او اوبو په برخه کې په ګډه کار وکړي.
افغان ولسمشر د کرنیز ترویج په برخه کې د کرنې وزارت تر څنګ له علماو، قومي مخور او نورو هم وغوښتل، چې مرسته وکړي او د افغانستان د کرني پرمختګ له پاره لاس په کار شي.
ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې حکومت د کرنې سکتور ته زیاته او جدي پاملرنه کوي او د اوبو او برېښنا له وزارت نه یې وغوښتل، چې له کرنې وزارت سره په همغږۍ د اوبو په مهارولو او عادلانه وېش کې لاس په کار شي.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان )آوا) - کابل
https://avapress.com/vdcb55b8grhb59p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته