دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 123720
د افغانستان سوله او جګړه له څوارلسو کلونو راهیسې د غونډو او ناستو لومړۍ خبره ده.

خلیلي: د سولې هڅې پخواني وضعیت د تللو معنی نه لري

د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي: ترڅو چې طالبان سولې ته غاړه کښنږدي، د دوی پروړاندې به جګړه دوام لري.
خلیلي: د سولې هڅې پخواني وضعیت د تللو معنی نه لري
 د سولې عالي شورا وایي، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او دا په دې مانا نه ده چې خلک بېرته پخواني وضعیت ته د تګ لیواله دي.
بل پلو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د کونړ پر ځینو ولسوالیو د پاکستان راکټي او هوايي بریدونه په ښکاره توګه د افغانستان پر خاوره یرغل بولي
هغه د افغان آژانس خبریال ته وویل:په تېرو څو ورځو کې د دې ولایت څو ولسوالۍ د پاکستان له لوري بمبار شوې دي.
په دې ورځو کې د سیاسي او جهادي مشرانو د وژل کېدو کلیزې په تودو مراسمو سره لمانځل کېږي او د سیاسي ویناوو لپاره يې ګرم میدان جوړ کړی دی.
دلته هم د عبدالعلي مزاري یو ویشتم تلین لمانځل کېږي خو اصلي خبرې يې د افغانستان پر خاوه د پاکستان تېری او د سولې خبرې دي.
ښاغلی خلیلي وايي چې د سولې غوښتنه په دې مانا نه ده چې خلک د افغانستان د تیارې مخینې غوښتونکي دي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د افغانستان پر خاوره د پاکستان ښکاره تېری غندي.
طالبانو په وروستیو کې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو وړاندیز رد کړی دی،
د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي: ترڅو چې طالبان سولې ته غاړه کښنږدي، د دوی پروړاندې به جګړه دوام لري.
د افغانستان سوله او جګړه له څوارلسو کلونو راهیسې د غونډو او ناستو لومړۍ خبره ده.
په دې موده کې حکومت تل د سولې غږ اوچت کړی خو طالبانو پر جګړه تکیه کړې ده.
وکتل شي چې د افغانستان سوله پالي به څه مهال پر جګړه پالو برلاسي شي.
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcauen6w49nu01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته