دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 126909
د افغانستان ډيری لرغوني اثار بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کیږي
د یونسکو نوې شمیرنې ښیي چې د افغانستان لرغوني اثار نورو هیوادونو ته انتقالیږي.

د یو نسکو نړیوال سازمان عمومي مشرې اعلام کړې، چې د تیرو پنڅو کلونو په اوږدو کې؛ دافغانستان درې نیم میلیونه ټنه لرغوني اثار د لندن حیترال هوايي ډګر کې کشف او بېرته هغه هیواد ته لېږدول شوي دي.

د دغه سازمان مشرې ارینا بوکووا چې افغانستان ته سفر کړې ویلي چې په افغانستان کې د لرغونې اثارو د ثبت او پېژندنې دفتر د نه شتونه له امله؛ قاچاق وړونکي کولی شي په اسانۍ سره بهرنیو هیوادونو ته انتقال کړي.

هغې وویل: ((افغانستان د لرغونو اثارو شتمن هیواد دی، خو یواځینۍ ستونزه یې داده چې د لرغونو اثارو لپاره د ثبت او پېژند لپاره ځانګړی دفتر نشته، همدا لامل دی چې لرغوني شیان په ازداده توګه قاچاق او لاس په لاس کیږي او مونږ نه پوهیږو چې له کوم ځای او څرنګه قاچاق کیږي؟.))

غزني، بامیان، هرات، بلخ او کابل هغه ولایتونه دي چې د نورو ولایتونو په پرتله ډيری تاریخي ابدات لري.

که څه هم د هیواد اطلاعاتو او کلتور وزارت، په تیرو څو کلونو کې هڅه کړې چې دغه لرغوني اثار ثبت او یو شمیر یې موزیمونو ته انتقال کړي؛ خو دغه کار تر اوسه ښیې پایلې نه لري.

د هغو ولایتونو اوسېدونکي چې ډیری لرغوني اثار لري؛ تل ټینګار کړی چې قاچاقچیانو د همدې اثار له پیر او پلور نه یې ځان ته مالي سرچینې برابروي.

په همدې حال د یونسکو ادارې مشرې، په ننګرهار کې د ښوونځي د جوړولو په اړه د داعش شته ننګونې په ګوته کړې.

هغې ټینګار کړې چې دجګړې د پای ته رسولو، سولې ته رسېدل او د ترهګرو د پرمختګ مخنیوي په پرتله؛ روزنه ډیره اړینه ده.

د یونسکو سازمان اصلي دنده، په ټوله نړۍ کې د ماشومانو وړتیا لوړول او د لرغونو اثارو ساتنه بلل شوې ده.

بوکووا وویل: ((هر هغه څه چې د ترهګریزو او افراطیت سره اړیکه ولري؛ مونږ ته ګواښوونکي ده. داعش په ننګرهار کې د ښوونځیو د جورړولو په وړاندې خنډ جوړکړی او مونږ نه پوهیږو هغوي څه روزته ورکوي، خو په ټولیزه توګه د افراطیت او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره؛ روزنه تر ټولو غوره لار ده.))

نوموړې ویلي، چې یونسکو حاضر دی چې د روزنې د کیفیت د لوړاوي لپاره د حکومت سره مرسته وکړي.

دوه ورځې وړاندې، میرمن بوکووا د هیواد مالیې وزیر اکلیل حکیمي سره د صندوق ایښودلو هوکړه لیک لاسلیک کړه.

ولسمشر غني اعلام وکړ چې د صندوق افتتاح لپاره د افغانستان ونډه ۷۵۰ زره ډالره ده او تمه کیږي چې د روزنې، زده کړې او لرغونو اثارو د ساتلو لپاره نور بنسټونه هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

هغه وویل دولت ژمن دی چې د دغې پیسې ډیری برخه یې د زده کړو، جوماتونو جوړول، د تاریخي ابداتو او د ماشومانو د روزنې په برخه کې مصرف شي.

 
https://avapress.com/vdccxeqso2bqio8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته