د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
ویل کېږي چې په دې ډله هېوادونو کې د افغانستان نوم نه دی شامل، خو له همدې اوس څخه د امریکا په هوايي ډګر کې افغانان نیول شوي دي.
د ټرمپ د فرمان مهم ټکي:
د ۱۲۰ ورځو لپاره به د کډوالو پر مخ د امریکا پولې تړلي وي. ـ سره له دې چې امریکا په نړۍ کې د کډوالو پر وړاندې سخت شرایط لري.
امریکا ته د نامالومې مودې لپاره د سوري کډوالو مخه نیول شوې ده. ـ په داسې حال کې چې ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې ۱۲ زره او ۴۸۶ کډوالو امریکا او ۳۰۰زره آلمان ومنل. په سوریې کې د جګړې له پیل سره ترکیې۷،۲ میلیون تنه کډوال، لبنان ۱ میلیون او اردن ۶۵۰زره سوري کډوالو ته پناه ورکړه.
د مسلمانو هېوادونو لکه، ایران، عراق، سوریې، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن څخه امریکا ته د کډوالو ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بند شوی دی. ـ د دې هېوادو وګړي په داسې حال کې چې د ډپلوماټیکي او د ملګرو ملتونو ویزه ولري په کې نه دي شامل، خو هغه کسان چې ګرین کارټ هم ولري د وتګ اجازه نه ورکول کېږي.
هغه کسان چې دوهګونی تابعیت لري هم له دې فرمان څخه مستثنا نه دي. ـ دا په دې مانا ده چې د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن اوسېدونکي که د نورو هېوادونو لکه د فرانسې، برېټانیا تابعیت ولري ورته اجازه نه ورکول کېږي.
امریکا ته په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د ۵۰ زرو کډوالو ورتګ کچې ټاکل. ـ دا کچه د بارک اوباما دولت پر مهال ۱۱۰ زره کسانو ته رسېده.
په لنډ وخت کې د هغه پروګرام لغو کول چې کډوالو کولی شول په غیر حضوري توګه خپلې ویزې وغځوي.
ټرمپ په دې باور دی چې د ویزو ورکړې ځنډول به امریکايي مامورینو ته د دې موکه ورکړي تر څو دوی د سیسټم ښهوالي لپاره وخت ولري او هغو کسانو ته به ویزه نه ورکول کېږی چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دي.