دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 139308
د ولس مشر لس ورځنۍ فرصت د الکترونیکی تذکرو د ویش د طرحی ارائه کولو لپاره
ریاست جمهوری الکترونیکی تذکرو پوری مربوط کاری ډله موظف کړه تر څو د څیړنو وروسته، پیشنهادی طرحه ددی تذکرو د ویش لپاره آماده او ریاست جمهوری ته وسپاری. د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د ثبت احوال نفوس قانون شپږمی مادی تعدیل په اړه د تقنینی فرمان د توشیح په تعقیب( الکترونیکی تذکره )، پرون ماسپښین یو ناسته د محمد اشرف غنی په ریاست سره د الکترونیکی تذکرو د ویش پر څرنګوالی باندی جوړ سو. د ارګ په خبرپاڼه کی راغلی دی چی په دی ناسته کی محمد سرور دانش د ریاست جمهوری دوهم معاون، عبدالله عبدالله اجرائیه رئیس، محمد حنیف اتمر ملی امنیت مشاور، تاج محمد جاهد د داخلی چارو وزیر، عبدالسلام رحیمی د چارو عمومی اداری رئیس او د الکترونیکی تذکرو ویش اداری ځینی مسئولین حضور درلودی. د پرون په ناسته کی د الکترونیکی تذکرو ویش اداره او ورپوری اړه لرونکی ادارو ته امر وسو تر څو یو طرحه د الکترونیکی تذکرو د ویش لپاره آماده کړی او رییس جمهور ته وسپاری. د الکترونیکی تذکرو د ویش امر هغه وخت مربوطه ادارو ته سوی ده چی ددی نه مخکی، ددی پیژندل پاڼو د ویش لاره د ثبت احوال نفوس قانون شپږم مادی په تعدیل سره خلاصه کړه. حکومت وایی چی که ددی تذکرو د ویش د لاری څخه خنډ ایسته سوی دی نو د ویش لړۍ به ډیر ژیر شروع کیږی.
https://avapress.com/vdcjyhevouqettz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته