دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 141392
پر داعش باندی د بمونو مور زیانونه به فاش نه سی
جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر وایی چی پنتاګون باه دا فاش یا خپور نه کړی چی د بمونو مور څومره داعشیان قربانی کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی د آزادی رادیو په نقل سره، هغه اسرائیل ته په سفر کی، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالی کی پر داعش باندی برید چی د پنجشنبه شپه (۲۴ حمل) کی ترسره سو خبری وکړی.
په دی برید کی، د امریکا متحده ایالاتو ځواک د لومړی ځل لپاره د جنګ په ډګر کی، د غیری هسته قدرمنده بوم څخه ګټه اخیستۍ دی.
جیمز متیس و خبرنګارانو ته وویل، پنتاګون د ویتناک جنګ څخه زده کړی دی چی د دشمن تلفاتو په شمیرلو سره په داسی برید کی نه سو کولای د هغه په بریالیتوب باندی قضاوت وکړو.
د امریکا دفاع وزیر دا خبری اشاره وو و معرف حرکت ته د ویتنام جنګ د اجسادو شمیرلو ته چی معمولآ په هغه کی د دشمن تلفات په ډیر مبالغه آمیزه ډول او د واقعیت څخه لیری و خلګو ته ګزارش کیدله.
جیمز متیس پر داعش باندی د مور بوم برید په اړه چی په اچین کی ترسره سو وویل چی دا برید شکاره کړ چی امریکا د داعش د ماتولو لپاره ښه هوډ لری، څه په سوریه کی او څه په عراق او یا هم په افغانستان کی وی.
د ناتو ځواکونه په افغانستان کی ددی مخکی ویلی وو چی تصفیه یی عملیات د اچین ولسوالی مامند دره کی جریان لری.
هغوی تراوسه د هغه زیانونه په اړه چی بوم مور یی درلوده څه نه دی ویلی.
خو د افغانستان دفاع وزارت ویلی دی چی د بمونو مور د توغولو په نتیجه کی، د داعش د ۱۰۰ تنو څخه ډیر وژل سوی دی.
د محمد رادمنش د افغانستان دفاع وزارت ویاند معاون په وینا په دی منځ کی د داعش ۱۳ لومړۍ سطحی قوماندانان هم شامل وو.
تراوسه خبرنګارانو او نور اطلاع رسونی نهادونو ته د غیری هسته لوی بوم د توغول سوی ځای څخه د لیدنی اجازه نه دی ورکړل سوی.
https://avapress.com/vdcf1ydy0w6djma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې