د بلخ ولایت په ۲۰۹ شاهین قول اردو د هېواد د وحشي دښمنانو لخوا د ترهګریز برید په سبب زموږ د ویاړلو امنیتي سرتېرو په شهادت او مرګ ژوبلې د زړه له تله خواشینی شوم.
د صدای افغان خبری آژانس، د هيواد او ولس دښمنانو یو ځل بیا زموږ غیور او هېواد پال سرتېري په یو ناځوان مردانه برید کې په داسې حال کې چې د جمعې د لمانځه د اداکولو لپاره را غونډ شوي ووپه ډیر وحشت او دهشت سره شهیدان او ټپیان کړل.
د هېواد دښمنان تل په جوماتونو او مقدسو ځایونو کې پر دین پروره افغانانو بریدونه کوي چې دغه او دې ته ورته بریدونه د دوی په پردي پالۍ او له اسلام سره په ښکاره دښمنۍ دلالت کوي.
د هېواد دښمنان دې پر دې پوه وي چې هېڅکله به هم د افغانانو په وژلو د ظلم او وحشت په څرګندولو سره ونه توانېږي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي؛ په دین او هېواد مین افغانان به د دا ډول وحشي د ښمنانو پر وړاندې د فولادي غرونو په څېر ولاړ وي.
دغه غير اسلامي او انساني ضد عمل په کلکو ټکو غندم، شهیدانو ته د الله تعالی له عظیم دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوم، ټپیانو او د شهیدانو کورنیو ته د تعزیت اوخواخوږۍ مراتب وړاندې کوم .