دا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو ترهګرو د جمعې په ورځ هغه وخت بلخ کې د افغان پوځیانو پر شاهین ۲۰۹ قول اردو برید وکړ چې پوځیان پر لمانځه ولاړ وو چې لسګونو پوځیانو ته پهکې مرګ ژوبله واوښته.
د افغان امنیتي چارواکو په وینا په دغه برید کې تر ۸۰ زیات پوځیان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان دي، خو بېلابېلې رسنۍ بیا په برید کې د افغان پوځیانو د تلفاتو شمېر ډېر ښيي.
د پاکستان او پوځ په مزارشریف کې دغه برید غندلی او ترهګري یې د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې بیا ویلي چې دا هېواد ترهګري چې په هر شکل وي، په کلکو ټکو غندي.
خبرپاڼه په دې اړه مخکې کاږي:
"پاکستان د ترهګرۍ د ناموس د لهمنځه وړلو لپاره له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره یوځای کار کولو ته چمتو دی."
له بلېخوا بیا د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم دا برید غندلی او ترهګري یې د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن بللی دی.
د یاد پوځ د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه په دې اړه د جنرال باجوه په حواله ويلي:
باجوه: ترهګر زموږګډ دښمنان دي باید ماتې ورکړو.
"ترهګر زموږ ګډ دښمنان دي او باید ماتې ورکړو."
د چارواکو په وینا، وسلهوال په بلخ کې د پوځیانو مرکز ته په پوځي یونیفارم او رینجر موټرو کې ننوتلي وو او په خبره یې چې دغه برید نېږدې پېنځه ساعته دوام کړی و.
له بلېخوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تر دغه خونړي برید وروسته د شنبې په ورځ د بلخ ولایت د امنیتي ارزونې لپاره دې ولایت ته ولاړ او همدا راز یې نن د دغه برید له امله په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.
پر پاکستان سربېره امریکا، ناټو او اروپايي هېوادونو هم په بلخ کې پر افغان پوځیانو برید غندلی او دا یې بُزدلانه کار بللی دی.
د یادونې وړ ده چې د دغه برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.