دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 142104
آی اس آی (ISI) مشر کابل ته راځي

پاکستاني چارواکي وایي، ټاکل شوې ده، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی (ISI) مشر جنرال نوید مختار ډیر ژر کابل ته سفر وکړي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، چارواکي زیاتوي، چې جنرال مختار د روانې اوونۍ په پای کې کابل ته ځي او په پام کې ده چې هغه له افغان چارواکو سره دوه اړخیزو اړیکو او د تروریزم ضد مبارزه کې په همکارۍ خبرې وکړي.

کابل ته د جنرال مختار سفر په داسې حال کې مطرح کیږي چې له څه باندې یو کال راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډېرې سړې شوي.

په همدې حال کې د پاکستان د پارلمان یو پلاوی له افغانستان سره د ترینګلتیا ختمولو او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرې اترې په مخه څو ورځې مخکې افغانستان ته سفر وکړ.

پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال مخکې ویلي وو چې دا لومړی ځل دی چې په تېرو څو کلونو کې د پاکستان د پارلمان دغه جګپوړی پلاوی افغانستان ته ځي او هلته د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو مخامخ خبرې کوي.

ښاغلي زاخېلوال ویلي وو چې کابل ته د پاکستان د پارلمان پلاوي سفر اصلي موخه له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو افغان مشرانو سره د هغو مسلو پرسر خبرې دي، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا او بې باورۍ لامل ګرځېدلي.

په عین حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پارلمان پلاوي سره په جدیت خبر وکړې.

ښاغلي مسلمیار چې د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وویل، چې ولسمشر غني د پاکستاني پلاوي سره د افغانستان ستونزې یې شریکې کړې.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان ستونزې او اندیښنې ډېر په جدیت سره مطرح شول او په پام کې ده چې دغه پلاوي د افغانستان پیغام د خپل حکومت له چارواکو سره شریک کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvinzk23nkzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته