دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۳۹
د مطلب کود : 194757
افغانستان د "آی اس آی" له لوري د خپل سفیر په احضارولو اعتراض کړی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اس آی) په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر احضار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې د پاکستان د استخباراتو دا کار د نړیوالو دپلوماتیکو اصولو خلاف بلل شوی دی.
د دوشنبې د ورځې (نومبر۴) په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پوځي اطلاعاتو سازمان (آی اس آی) له خوا په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفیر احضارولو او د دې سازمان د پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو د خپل کلک اعتراض او اندېښنې مراتب اظهاروي او دا عمل د ډېپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف بولي."
په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې له افغان سفیر سره څه ډول "ناوړه چلند" شوی دی او نه هم روښانه ده چې ولې د هغه هیواد استخباراتو افغان سفیر احضار کړی دی.
د پاکستان حکومت تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي، خو پرون ددې هیواد د بهرنیو وزارت ویلي وو چې د افغانستان شارژدافیر مو احضار کړی و.
کابل له اسلام اباد څخه غوښتي دي چې "افغانستان سره خپلو ډېپلوماتیکې اړیکو ته دې د نړیوالو کنوانسیونونو او د ډېپلوماتیک منل شوي دود په رڼا او مطابقت کې چلند وکړي. "
تر دې دمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد استخباراتي ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې افغان حکومت ویلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه "ادعا" په کلکه څېړي چې په افغانستان کې د پاکستاني دپلوماتانو د امنیت او مصونیت د خوندیتوب په اړه شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي "د افغانستان دولت د هغه هېواد او د نورو سفارتونو ډېپلوماتانو مصئونیت تامینولو ته ژمن او متعهد دی. "
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات وايي په افغانستان کې یې د امنییتي اندېښنو له کبله یې د سفارت د قونسلکرۍ برخه تړلې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا مسایل داسې مهال مخې ته راځي چې همدا څو ورځې مخکې په ختیځ کې د ډیورېند په ورڅېرمه سیمو کې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه.
له بلې خوا په کابل کې د پاکستان سفارت پرون ناوخته وویل چې تر نامعلومې نېټې پورې یې افغانانو ته د خپلو وېزو ورکولو څانګه تړلې ده.
دغه سفارت د «نومبر پر ۳مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا کار یې په افغانستان کې خپلو مامورینو ته د متوجه امنیتي ګواښونو له امله کړی دی.
 
https://avapress.com/vdciw5azyt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته