دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 147333
پوتین: ۷۵۵ امریکايي ډیپلوماتان باید له روسیې ووځي

د روسيي ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې څه باندې زر امریکایي ډیپلوماتان چې په روسیه کې کار کوي باید اووه سوه پنځه پنځوس تنه یې دې ځاې کې خپل فعالیت ودروي او د روسیې خاروه پریږدي.

دغه پریکړې له هغې وروسته اعلام شوه چې په وروستیو ورځو کې امریکا روسیې باندې نوي بندیزونه ولګول.

پوتین وویل، موږ په دې تمه چې په وضعیت کې به ښه والی راشي؛ ډېر صبر وکړ او زیاته یې کړه، چې د مسکو او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو لپاره داسې ژر تمه نه ‎شي کیدای.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د اګسټ د میاشتې له لومړۍ نېټې د امریکا سفارت نور نو نه شي کولای په مسکو کې له ځانګړو کورونو او له ګُدامونو څخه کار واخلي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwu9qwak9tw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته