ملی امنیت عمومی ریاست په کابل کی د یو تروریستی ډلی د غړو نیول کیدو څخه خبر ورکوی چی قرار وو په دی ښار کی یو مسلحانه تروریستی برید ترسره کړی.
د اوا په ګزارش سره، د ملی امنیت عمومی ریاست په رسمی فیسبوک پاڼه کی راغلی دی چی امنیتی ځواکونه د یو خاص عملیات په ترڅ کی په کابل کی ددی شبکی دری غړی نیولی دی.
نیول سوی کسان اعتراف کړی دی چی د قاری قسیم، د طالبانو ډلی قومانده له لوری د ټاکل سویو مقاصدو لپاره کابل ته استول سوی وو او قرار وو چی نظر وړ مقاصدو څخه فلم او عکس واخلی.
ملی امنیت ریاست مخکی هم اعلان کړی وو چی د چاودیدونکی توکو څخه ډک یو موټر کشف او د موټر چلوونکی هم نیولی دی.
ددی موټر چلوونکی د میدان وردک ولایت څخه کابل ته وارد سوی وو او قصد یی درلود چی د کابل ښار په ګڼه ګوڼه سیمه کی انتحاری برید ترسره کړی.