د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د غزنی ښار یو هوتل لرونکو څخه بیله دی چی نوم یی واخیستل سی د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: څو ځلی د مشکوک شمیرو له لوری زموږ سره اړیکه نیول سوی دی او اړیکه نیوونکی ځان طالبانو څخه معرفی کړی دی او زموږ څخه غوښتی دی چی خپل هوتلونو کی د رقص او افغان غږ خبری آژانسز جوړیدو څخه خودداری وکړی، که نه نو د جدی برخورد سره به مخ سی.
ددی هوتل لرونکی په وینا، ددی ګواښونو وروسته، د غزنی ښار د واده په ډیرو تالارونوو او هوتلونو کی د رقص او موسیقی څخه کوم خبر نسته.
په همدی حال کی جنرال زمان، زغنی پولیسو قومانده ددی ادعاوو په اړه ټینګار کړی دی: تراوسه موږ ته د طالبانو دی امر په اړوند کوم معلومات هیڅوک نه دی راکړی، خو زموږ څیړنی به شروع سی چی آیا دا ګواښونه د طالبانو له لوری دی او یا که د د ځینو نورو ډلو او خلګو له لوری.
طالبان هم تراوسه ددی ادعاوو په اړه کوم څه نه دی ویلی خو د طالبانو خپل حکومت په وخت کی د رقص او افغان غږ خبری آژانسز مخه به نیول کیدل.
د یاودولو وړ دی چی مخکی طالبان د غزنی ښار مکاتبو ته هم امر ورکړی وو چی د شپږم صنف څخه پورته انجڼو ته د زده کړی اجازه ورنه کړی.