دخپریدو نیټه :جمعه ۵ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 152099
پاکستان: آمریکا د افغانستان ۱۶ کلنه جنګ کی ماته خوړلی دی
خواجه آصف، د پاکستان خارجه وزیر وایی چی آمریکا په افغانستان کی خپل ۱۶کلنه جنګ کی ماته خوړلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، خواجه آصف، د پاکستان خارجه وزیر ددی هیواد سنا مجلس کی د آمریکا خارجه وزیر سره د پاکستانی چارواکو لیدنو په اړه خبری کولی، وویل چی ددی هیواد چارواکی آمریکایی هیئتونو ته ویلی چی هغوی باید قبول کړی چی په افغانستان کی خپل ۱۶ کلنه جګړه کی ماته خوړلی دی.

هغه زیاته کړه چی اسلام آبد د هراس افګنی سره جګړه کی آمریکا سره مرسته کوی؛ خو باید حاکمیت یی تر پوښتنی لاندی رانه سی.

دا پاکستانی چارواک، تروریستانو لانو شتون په پاکستان کی هم رد کړ.

د پاکستان خارجه وزیر وایی چی په افغانستان کی نظامی راهبرد کارآمد نه دی او آمریکا باید یو سیاسی راهبرد په دی هیواد کی ترلاس لاندی ونیسی.

دا خبری ددی وروسته کیږمی چی رکس تیلرسون د آمریکا خارجه وزیر د چهارشنبه په ورځ د هند خارجه وزیر سوشما سواراج سره په خبری ناسته کی په افغانستان کی د تروریزم سره مبارزی په اړه خبری کړی دی.

تیلرسون په دی خبری ناسته کی زیاته کړه چی هغه د پاکستانی چارواکو څخه په شکاره توګه غوښتی دی چی په دی هیواد کی هراس افګنانو پټنځایونو په وړاندی اقدام وکړی.

له بل لوری هغه د هراس افګنانو ۷۵ کسیزه نوملړ و پاکستانی چارواکو ته تسلیم کړی دی.

آمریکایی چارواکی تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcb95b89rhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته