دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۳۴
د مطلب کود : 153987
د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې يوې چاودنې ۸ ملکیان وژلي دي

 

د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله ۸ ملکیان وژل شوي دي.

د کندهار د پوليسو مرستيال وياند مطيع الله هلال ازادي راډ‌یو ته وويل چې نن سې شنبه  مازیګر پنځه بجې د کندهار د ارغستان او معروف ولسواليو ترمنځ د "وام درې" په سیمه کې د عامو خلکو پر يوه بايفور ډوله موټر د ښخ شوي ماين چاودنه شوې ده.

د هلال په وينا دې چاودنه کې څلور نارینه، درې ښځې او یو کوچنی ماشوم وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره چې موټر له ارغستان څخه معروف ولسوالۍ ته پر لاره و چې د دې پېښې سره مخ شوی دی.

دی وايي چې موټر هم بشپړ له منځه تللی دی.

تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivpazyt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته