دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۱۱
د مطلب کود : 154300
د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي او سوداګریز درېیم ګډ کمېسیون جوړ او دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي او سوداګریز درېیم ګډ کمېسیون نن د لیندۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، او د چین د سوداګرۍ وزارت نائبې اغلی ګائو یان، په ګډه مشرۍ د چین په بیجینک ښار کې جوړ شو.
په دې ناسته کې د دوه اړخیزې اقتصادي او ترانزیټي همکاریو په ودې او پیاوړتیا، د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) کې د افغانستان په غړیتوب، د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند په طرح کې د افغانستان په دریځ، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چینایې سوداګرو د پانګې په هڅونې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د هوایې نښلونې په پراختیا، د کرنې سکټور په برخه کې د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي، د زیربنایې او پراختیایې پروژو باندې د چینایې شرکتونو په پانګونې، چین ته د افغانستان په صادراتي توکو د ګمرکي تعرفې په کمولو او د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د پنځو هیوادونو (افغانستان، ایران، تاجکستان، قرغزستان او چین) ترمنځ په ریل پټلۍ، د نوي کېدونکو انرژۍ په برخو کې د یاد هیواد په همکاریو، ترانسپورټ او د اوبو د سرچینو په مدیریت، د افغان سوداګرو د ویزو په ستونزو، په ۲۰۱۸ کال کې د چین په صادراتي نندارتون کې د افغانستان په ګډون، سېمه ایزو همکاریو، چین ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو په لیږد، د واخان دهلیز له لارې د نوري فایبر په نښلیدو او لیږد، د ریل پټلۍ په انسټیټیوټ، د استطاعت وړ د استوګنیزو کورونو په جوړیدو، د نساجي صنایع، د سمنټو په فاریکې، د میس عینک او امو دریاب په پروژو، چین ته د افغاسنتان د مرمرینو ډبرو، جلغوزو، او انارو په صادراتو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
سره له دې چې چین له خپل لوري د دوامداره مرستو ژمنه وکړه، پریکړه وشوه چې د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان حکومت د لومړیتوبونو او اړتیاوو له مخې د پروژو یوه جامع بسته ترتیب او چین لوري ته دې وړاندې شي.
همداشان د چین سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارچنار د نوې ودانۍ د امکاناتو، د جمهوریت روغتون لپاره د تجهیزاتو او د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت لپاره د اداري وسایلو په برخه کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

مالیې وزیر د دوست هیواد چین له همکاریو او یاد هیواد ته د سفر په لړ کې له میلمه پالنې څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې مالیې وزیر تېره ورځ د لیندۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه د یاد کمېسیون په څنډه کې د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) له رئیس ښاغلي جن لیچون، سره په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د تمویل په موخه په نږدې راتلونکې کې د یاد بانک د مقدماتي ټیم د سفر په اړه هم خبرې وکړې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciu5azut1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته