دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۹
د مطلب کود : 155398
جلال اباد ښار کې د خونړیو بریدونو مخه نیول شوې

په ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونه په مرکز جلال اباد ښار یې د خونړیو بریدونو مخه نیولې ده.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د خوږياڼو ولسوالۍ ميرزا خېلو او کاکا خېلو سيمو کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي، يو موټر بم او اته عرادې موټر سايکلونه لمنځه وړل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې د ملي امنيت ځانګړې قطعې په يادو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو عمليات کړي، چې د عملیات پر مهال ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او تر شک لاندې درې تنه نيول شوي دي.

د ولایت مقام په وینا، د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو کرولا ډوله موټر او اته عرادې موټر سايکلونه چې له چاودونکو توکو ډک و او وسله والو غوښتل د دغه موټر بم او موټر سایکلونو په ویله په جلال اباد ښار کې پر مهمو ادارو بريدونه وکړي خو خپل هدف تر رسیدو مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا لمنځه وړل شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyn9q7ak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته