دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 157424
د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې ۵۹۲ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو پر اساس د روان ۲۰۱۸ کال په لومړۍ میاشت کې ۲۲۸ کسان وژل شوي او ۳۶۴ نور ټپیان دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا CPAG  د معلوماتو له مخې په تېره میاشت کې تر ټولو لوی بریدونه په کابل کې د وسله‌ والو طالبانو له لوري رامنځه شول چې سلګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واوړله.
 د دغه ګروپ د تېرې میاشتې موندنې ښه يي چې د روان میلادي کال تېره جنوري میاشت د کابل میشتو لپاره ډيره خونړي میاشت وبلل شوه.
له کابل وروسته ننګرهار هم هغه ولایت بلل شوی چې ملکي کسانو ته پکې د ځانمرګو بریدونو، هوایی بمباریو، او د حکومت او وسله‌ والو ډلو تر منځ مخامخ جګړو کې سیمیزو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
باید وویل شي چې د دغه مرګ ژوبلې تر ټولو زیات برخه د ځانمرګو بریدونو له کبله رامنځته شوله چې طالبانو يې مسؤولیت منلی و.
همدارنګه د ځمکنیو عملیاتو، هوایی بمبارد او خښ شو میانونو له کبله د افغانستان په نورو ۱۸ ولایتونو هرات، غزني، زابل، فرا، کندوز ،جوزجان او..... ولایتونو کې اوښتې وه .
په یاده مرګ ژوبله کې د ځانمرګو بریدونو، او هوایی بمبارد تر څنګ هاوان، راکیټ او هدفي وژنې هم د یادولو دي چې له کبله يې عام خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په  زیاتېدو او د وسله والو ډلو له لوري په ښارونو کې د ځانمرګي بریدونه تر سره کولو په اړه اندېښنه ښه يي او وایی که چيرې حکومت د خلکو امنیت ساتلو کې جدي او مسلکي ګامونه وا نه خلي نو د روان کال پاته نورې میاشتې به تر دې هم خطرناکې تمامې شي. 
د دغه ګروپ استازي، د وسله والو طالبانو وروستي بریدونونه له اسلام څخه لري کار بولي او  وايي چې اسلام په بشپړه توګه د بېګناه انسانانو وژنه منع کړې او دا ډول فعالیتونه يې حرام کڼلي دي.
دغه ګروپ زیاتوي چې که چيرې د حکومت وسله ‌وال مخالفین د ملکي خلکو او عامه تاسیساتو لپاره ولس ته واضح تریف وړاندې نه کړي نو، ولس مجبور دی چې د خپل سر ساتنې په خاطر د مخالفینو پر وړاندې وردېږي، نو پر همدې اساس یو ځل بیا په جګړه کې ټولو ښکیلو غاړوته یادونه کوي چې خپل جنګي فعالیتونه دې له ښارونو او ګڼ میشتو سیمو څخه ور ټول کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciryaz5t1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته