دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۱
د مطلب کود : 157456
د میانمار مسلمانان، په ډله ایز توګه په قبرونو کې دفن شوی دی
د امریکا آسوشیتد پرس خبرګزاری داسی شواهد راټول کړی دی چی شکاره کوی د روهینګیایی مسلمانان په میانمار کې په ډله ایز توګه دفن شوی دی.
ددی شواهدو په اساس، د میانمار نظامی ځواک عملیات په جریان کې تیر میلادی کال اګوست میاشت کې د راخین په سیمه کې، ددی ځای اوسیدونکې مسلمانان تر ډله ایز وژنو لاندی راغلی دی. سپوږمیز تصویرونه ددی اوسیدونکو اظهارات چی بنګلادش ته پناه وړی دی تاییدوی چی ویلی دی ددی وژنو قربانیان په پنځه جمعی قبرونو کې دفن شوی دی. په هر قبر کې تر ۴۰۰ پوری جسدونه دفن شوی دی. هغه کسان چی ددی وژنو څخه ژوندی پاته شوی دی، وایی چی میانمار ځواکونه دا سیمی باندی برید وروسته، اوسیدونکو باندی ډزی کړی او وروسته کورونو ته یی اور وراچولی دی. د میانمار دولت د مسلمانانو جمعی وژنی په میانمار کې رد کړی او جدایی طلب شبه نظامیان ددی تاوتریخوالی عاملین بللی دی. دا په داسی حال کې دی چی د آنګ سان سوچی؛ غرب طرفدار مهره، تر رهبری لاندی دولت حتی حاضر نه دی چی دا وژنی وغندی او محکوم کړی. آنګ سان سوچی د غرب قوی ملاتړ څخه برخمن دی چی چین ملاتړ لاندی نظامیانو سره په ائتلاف کې، یو ملی وحدت حکومت په میانمار کې جوړ کړی دی. په دی حال کې، دولت جوړونکو هیڅ طرفدار لوری، حاضر نه دی د روهینګیا مسلمانان د میانمار رسمی اوسیدونکو په حیث په رسمیت وپیژنی او هغوی آپارتاید په اساس مرګبار چلند سزاوار بولی.
https://avapress.com/vdcdk50f9yt0ko6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته