دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 160641
افغان پوځ به په ۲۰۱۹ کال کې جنګي بلک هاک چورلکې ترلاسه کړي
د افغانسنتان هوایي ځواکونه به د ۲۰۱۹ په میلادي کال کې د UH-60 ډوله جنګي بلک هاک هلیکوپټرې ترلاسه کړي.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د یو راپور له مخې، افغان هوایي ځواکونه دا مهال ۱۱ بلک هاک ډوله الوتکې په واک لري او د افغان پیلوټانو د لومړی ډلې روزنې بهیر د مي تر میاشتې پورې پای ته ورسیږي.
افغان پیلوټانو دا مهال د ماموریت وړتوب د روزنې په چوکاټ کې په جنګي ماموریتونو کې د بلک هاک هلیکوپټرو د کارولو، د هلیکوپټرو جنګي وړتیاو، په بېلا بېلو شرایطو کې د وسلو او تجهیزاتو د کارولو او د ماموریتونو لپاره د پلان جوړولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
ټاکل شوې چې ۱۶ پيلوټانو د بلک هاک هاک هلیکوپټرو د روزنې له پروګرام څخه فارغ شي.
د غوځ ملاتړ ماموریت د راپور له مخې، افغان هوایي ځواکونه به په ۲۰۱۹ میلادي کال څلور جنګي بلک هاک هلیکوپټرې ترلاسه کړي.
خو سږ کال به افغان هوایي ځواکونو له دغو الوتکو د وسلو، توکو او سرتېرو د لېږد په برخه کې کار واخلي او ترڅنګ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو په انتقال کې هم ترې کار واخیستل شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoz0ffyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته