دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 160832
کورنیو چارو وزیران او ملی امنیت مشر د ولسی جرګې له لوری استجواب شول
د افغانستان ولسي جرګې په هیواد کې د ناامنیو زیاتیدو له امله دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملی امنیت مشر استجواب کړي.

خو د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزی د هغه څه له امله چې ده کاري بوختیاوې بللې وې، جلسې ته حاضر نه‌شو او مرستیال ته‌یې هم د خبرو کولو اجازه ورنه‌کړل شوه.
د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د چهارشنبې ورځې د عمومي غونډې مشري یې هم په غاړه لرله، د افغانستان امنیتي وضعیت خراب وباله او ویې‌ویل، امنیتي مسؤلین باید په دې اړه منظم عملیاتي پروګرامونه عملي کړي.
په کابل او نورو ولایتونو کې زیاتېدونکې ناامنۍ، د دولت د وسله‌والو مخالفینو په حملو کې زیاتوالی، په لویو لارو کې د ځينو غیر مسؤله وسله‌والو موجودیت، په ځينو امنیتي پوستو کې د تجهیزاتو او پرسونل کموالی او ځيني نور هغه موارد دي چې د ولسي جرګې د غړو اندېښنې یې راپارولې دي.
له دې وړاندې امنیتي چارواکو په تکرار سره ویلي چې تېر کال د وسله‌والو مخالفینو تحرکات پراخ او حملې ډېرې وې، خو ټينګار کوي چې پر وړاندې یې د افغان ځواکونو پراخ عملیات تر سره شوي دي.
خو د ولسي جرګې غړو او عامو خلکو ته دا ډول څرګندونې تر ډېره د قناعت وړ نه‌دي او له حملو او چاودنو وروسته دوی تل امنیتي مسؤلین په ناتوانۍ تورن کړي دي.
موارد دي چې د ولسي جرګې د غړو اندېښنې یې راپارولې دي.
https://avapress.com/vdcfmxdy0w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته