دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۰
د مطلب کود : 174234
ولسی جرګه: وسله والو مخالفینو په وړاندی باید تهاجمی بریدونه پېل شی
د افغانستان ولسي جرګه وايي، د وسله والو مخالفینو پر وړاندې باید تهاجمي حملې زیاتې شي.

د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفینو پرضد د حملو د زیاتولو په هدف د ملي امنیت د شورا له سپارښتنې وروسته، د افغانستان ولسي جرګه تاکید کوي چې د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو د حاضرولو یوازنۍ لار د هغوی پر وړاندې د تهاجمي حملو زیاتول دي.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، سوله د افغانستان د خلکو اساسي اړتیا ده او د کمزوري دریځ له لارې نشي ترلاسه کېدای.
هغه وویل:
"سوله د کمزوري دریځ له لارې لاس ته نه راځي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید له د فاعي حالته ووځي او تهاجمي حالت غوره کړي چې وسله وال مخالفین اړ شي چې له افغانستان سره د سولې مذاکراتو ته رامات شي او پرته له دې ناممکنه ده چې انتظار یې ولرو."
د ولسي جرګې رئیس غزني ولایت ته له رسېدلو ځواکونو هم وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل او په نورو ناامنو ولایتو کې دې هم ورته اقدامات وکړي.
ښاغلي ابراهیمي دا خبرې په داسې حال کې مطرح کړې چې ځینو وکیلانو ویل، وسله وال مخالفین په ښو تجهیزاتو سمبال دي او حکومت دې هم خپل ځواکونه په پرمختللو وسلو مجهز کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې وروستیو کې په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د حملو زیاتوالي ته په کتو سپارښتنه کړې چې د وسله والو مخالفینو پروړاندې باید تهاجمي حملې زیاتې شي.
دا سپارښتنه په داسې حال کې کېږي چې د راپورونو له مخې، د غزني په ګډون په ځینو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتې پراخې شوي چې د امنیتي ځواکونو تلفات پکې هم زیات شوي دي.
بل خوا دفاع وزارت وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفو پرضد عملیات پراخ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcgwt9qtak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته