دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 131987
د ناامنی بحران؛ د حل لاره په بخښه غوښتنه کی  دی؟
معصوم استانکزی؛ د ملی امنیت رییس د قندوز په جنګ کی د امنیتی ځواکونو د کوتاهی لپاره ددی ولایت د خلګو څخه بخښنه وغوښتل. د سنا د دفاعی چارو کمیسیون، د دوشنبی په ورځ، ددفاع او داخلی چارو وزیران او دامنیت ملی عمومی رییس د هیواد د ناامنی د پراختیا په سبب د ځواب ویلو لپاره را وغوښتل. ښاغلی استانکزی دا قبول کړی دی هغه څه چی باید امنیتی ځواکونه په قندوز کی ترسره کړی وای، نه دی ترسره کړی. هغه وویل: موږ د قندوز د خلګو څخه بخښنه غواړو او موږ ټوله باید بخښنه وغواړو؛ ځکه چی هغه څه چی باید موږ ترسره کړی وای نه دی مو ترسره کړی. دا کار په خپل وخت او زمان کی ترسره نه سو. اوس موږ د جنګ په اخرو شیبو کی قرار لرو. نن جنګ په افغانستان کی خپل اوج ته رسیدلی دی او علتونه به یی ددی ناستی وروسته د رسنیو د وتلو وروسته تاسو ته ووایم. په همدی حال کی، د ملی دفاع وزیر وویل چی دشمنان غواړی په افغانستان کی د خپل ځان لپاره یو مشخص ځای رامنځته کړی. ناظران وایی چی د ملی امنیت د رییس بخښه غوښتنه او د بخښنی غوښتنی فرهنګ رواجول د ددولتی مقاماتو لخوا د ستایلو وړ دی او دا اقدام ته باید نور مسولین هم تلاش وکړی تر څو په هغه مسایلو کی چی مستقیم او غیر مستقیم، مسؤول دی، په شجاعت سره، خپل قصور قبول کړی او دخلګو څخه بخښنه وغواړی. دا هغه څه دی چی تر دی مخکی په افغانستان کی سابقه نه درلودی او همدا علت هم دخلګو او دولتمردانو ترمنځ د فاصلی لامل وو. په دی حال، د قندوز د سقوط حادثه او هغه جنګونه چی په دی ولایت کی جریان لری او په زرهاوو خلګ یی ذخمیان یا هم وژلی دی یو ساده بخښه غوښتنه دا مشکل نه حلوی. منتقدان وایی هغه څه چی د قندوز په وړاندی ترسره سو، دیو ساده قصور څخه لوړ دی او په همدی دلیل، په یو ساده بخښی غوښتنی سره ددی مسئلی څخه نه سو تیریدلای او هغه نادیده نه سو نیولای. قندوز په تیرو ۱۲ میاشتو کی، دوه ځلی د طالبانو پواسطه نیول کیږی او دا داسی څه نه دی چی په سادګی سره د هضم وړ وی. حکومتی سران او رهبران، د بروکسل د ناستی لپاره په اروپا کی ورځی تیروی چی قندوز د یو څو ساعتونو لپاره بیا هم د طالبانو په واسطه ونیول سو. له دی وروسته، څو ورځی نور کور په کور د ددولتی او تروریستی کسانو ترمنځ جنګ ددی ولایت په مرکز او اطرافو کی ادامه درلودی او اوس هم ادامه لری. دا وضعیت تر یو حده د لشکرګاه، ارزګان او فراه کی هم جریان درلودی. بنا پردی، هغه وخت چی د اخرو ناامنیو څخه خبری کوو په حقیقت کی د یو لوی بحران څخه خبری کوو؛ هغه بحران چی نه یواځی په ښه توګه مدیریت نه سو؛ بلکی ځینی امنیتی مقامات حتی حاضر نه سو چی دهغه په مقابل کی ابراز نظر وکړی او خلګو ته توضیح ورکړی چی څه شی په جریان کی دی او په افغانستان کوم لوری ته روان دی. د ملی امنیت رییس قبلوی چی امنیتی ځواکونه د قندوز په پیښه کی خپل وظیفی په ښه توګه نه دی ترسره کړی. دا په داسی حال کی دی چی دناظرانو او منتقدانو په وینا، هغه څه چی د طالبانو دحملی پواسطه په قندوز کی رامنځته سو کاملآ مشخص دی او شکاره کوی چی ددی تقصیر ابعاد تر کوم ځایه دی او باید کوم کسان په دی برخه کی مجازات سی. رییس جمهور اشرف غنی وعده کړی دی چی په دی برخه کی په جدی توګه برخورد کیږی او مجازات به ترسره سو. دا کار د کارپوهانو په باور، ښه تصمیم او معقول خبره ده؛ خو داډول وعدی او خبری ډیر سوی دی او باید دا عملی سی؟ د قندوز والی ویلی وو چی ددی ولایت د خلګو مرګ، دخدای دقضا او قدر په نتیجه کی دی او موږ کوم مسؤولیت نه لرو! له بلی خوا، جنرال مراد علی مراد چی قندوز ته د جنګ دهدایت لپاره تللی دی، ویلی دی چی د بیګانه کسانو د نفوذ لامل په قندوز کی کشف او افشا به کړی؛ هغه اظهارات چی ظاهرا د قندوز د والی عکس العمل یی هم رامنځته کړی دی. ددی ترڅنګ باید په انتظار پاته سو چی کوم کسان ددی اخرو ناامنیو لامل او مسؤول پیژندل کیږی او مجازات کیږی.
https://avapress.com/vdcevz8zfjh8xoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته