دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۸
د مطلب کود : 160959
امریکا افغانستان ځواکونو ته، ۸ بی سرنشینه جنګی چورلکې ورکوی
د امریکا دفاع وزارت اعلان کړ چی د افغانستان ځواکونو پیاوړۍ کولو په مقصد هغه هیواد ملی ځواکونو اختیار ته ۸ بی سرنشینه چورلکې ورکول کیږی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، واشنګتن د افغانستان هوایی ځواکونو پیاوړۍ کیدو په مقصد، ۸ بی سرنشینه چورلکې ملی ځواکونو ته ورکوی.
د امریکا دفاع وزارت په هغه هیواد کې د چورلکو جوړونکو یو شرکت سره قرارداد کړي چی په اساس یی، هغه شرکت ۸ بی سرنشینه چورلکې چی ( سکن ایګل ) ډوله دی د افغانستان امنیتی ځواکونو پاره جوړوی.
دا چورلکې، په کښتو سطحو کې الوتلای شی او جنګ په ډګرونو کې د اطلاعاتو ټولولو او ګشت زنی لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږی.
امریکا ددی مخکې هم دا ډول چورلکې افغانستان ملی ځواک اختیار ته ورکړی وو.
دا په داسی حال کې دی چی تیره اونۍ هم امریکا ځواک اعلان کړ چی د ۲۰ په شاوخوا بلک هاوک جنګی چورلکې تر نورو ۹ میاشتو پوری افغانستان هوایی ځواکونو اختیار ته ورکوی.
 
https://avapress.com/vdcftxdy1w6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته