دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 161032
په جوزجان کې د داعشیانو څلور کیسزه ډله د سولي له بهیر سره یوځای شوه
په جوزجان کې امنیتي چارواکو ویلي، چې د داعش ډلې د زندان مسوول ابو دردا له خپلو درې ملګرو سره د دغه ولایت د سولي له بهیر سره یوځای شوي دي.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي وایي، په تېرو دوه ورځو کې د داعشیانو د زندان د مسوول په ګډون د دغې ډلې څلور غړي له خپلو وسلو او مهماتو سره د سولي له بهیر سره یوځاي شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دوی له یوځاي کیدو سره به د هغو سیمو په امنیتي وضعیت کي هم بدلون راشي، چې دوی په کې وسلوالې هڅې تر سره کولې.
له سولي سره یوځاي شوي کسان د هغو کسانو په اړه، چې دوی ورسره کار کاوه او تمویلیدل څه نه وایي؛ خو څرګندوي، چې خلک یې ځورول او دا د دی سبب شو، چې له دولت سره یوځای شي.
د داعش پخوانی غړی  ابودردا وایي: ظلم او د خلکو ځورول د سولې له بهیر سره زما د یوځای کیدو علت دی. 
مسوولین وایي، په تېرو دوه میاشتو کې د داعش شل غړي دلته له دولت سره یوځای شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipzazrt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته