دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۰
د مطلب کود : 163029
جمعیت اسلامی ګوند الکترونیکی تذکرو ویښ لړۍ به وړاندی خپل دریځ څرګنده کړه
د جمعیت اسلامي ګوند د جمهوري ریاست له خوا د برښنایي تذکرو د وېش لړی د پیل په اړه خپل وروستي دریځ څرګنده کړه.

د جمعیت اسلامي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د برښنایي تذکرو په محتویاتو کې لا هم ځینې اختلافات وجود لري او د هېواد اوسنيو حالاتو ته په کتو د جمعیت اسلامي ګوند د برښنایي تذکرو د وېش لړی مناسب نه ګڼي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې هېواد یې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په درشل کې ولاړ دی او تر هر څه زیات امنیت او ملي وحدت ته اړتیا لري او د برښنا تذکرو د وېش لړی به ځینې خلک له نوم لیکنې راوګرځوي او د ټاکنې بهیر زیامن کړي.
د جمعیت اسلامي په وینا، په تذکرو کې د اشخاصو قومي هویت د درجولو اړتیا نه لېدل کېږي او د وګړو هویت د تثبت لپاره د تذکرې عنوان «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تابعیت تذکره» کافي ده، چې د ۱۳۹۳ په قانون کې تصویب او توشیح شوې ده.
په ورته وخت کې، د جمعیت اسلامي ګوند وایي په ولسي جرګه کې د خلکو اکثریت استازې په دې باور دي چې د برښنایي تذکرو محتویات غیر قانوني دي او په دې اړه پر خپلو دریځ ټینګار کوي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د ارګ ماڼی وروستي ګام غیر قانوني، متنازع او د هېواد د دښمنانو په ګټه او د جمعیت اسلامي لپاره د منلو وړ نه ده.
https://avapress.com/vdcgxw9qyak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته