دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۶:۴۹
د مطلب کود : 163012
الکترونیکی تذکرو ویښ بهیر په وړاندی عطامحمد نور غبرګون
جمعیت اسلامی اجرائیه مشر او بلخ پخوانۍ والی د الکترونیکی تذکرو ویښ بهیر په وړاندی سخت غبرګون وښود او وویل چی دا بهیر به په ټولنه کې خلاوی ډیر کړی.

نوموړی د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې اوسنیو حالاتو ته په کتو د افغانستان خلک ملي وحدت، امنیت، اقتصاد ته اړتیا لري.
ښاغلي نور خبرداری ورکوي، چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر نه یوازې د موجودو ستونزو له حل سره مرسته کوي بلکې په ټولنو کې به یې خلاوې لا نورې هم پراخه کړي.
هغه زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست چې په حکومت کې د خلکو له یوې برخې او رایو څخه استازیتوب کوي، موکلف دی چې په دې اړه د خلکو له غوښتنو دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اجرائیه رئیس عبدالله له دې وړاندې ویلي وو، چې چې ټول ملي پروسې د هېواد او په ملي کچه مشورې ته اړتیا لري.
نوموړی ټینګار وکړ، چې هغه ستونزې چې ملي ګټې او د هېواد امنیت له ګواښونو سره مخ کوي باید پرې بحث او خبرې وشي.
د ښاغلي عبدالله په وینا، د افغانستان خلک امنیت ته اړتیا لري او له هغو اقداماتو باید ډډه وشي چې د سولې په موخه روان هلې ځلې له ځنډ او ننګونو سره مخ کوي.
هغه زیاته کړه، چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر رسمیت نه لري او خبرداری ورکړ چې دغه بهیر په هېواد کې د ګډوډیو لامل کېدای شي.
د ښاغلي عبدالله په وینا، چې د برښنایي تذکرو د وېش له بهیر سره اکثریت افغانان ملاتړ نه دي او دغه بهیر ته رسمت نه ورکوي.
https://avapress.com/vdcizpazrt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته