د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې شیبې وړاندې د پر له پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، دغه برید د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د مستوفیت پر دفتر شوی.
د والي د ویاند عطاالله خوګیاڼي په خبره وروسته له دوو چاودنو وسله وال د مستوفیت دفتر ته ننوتي چې له دغې پېښې ۴ جسدونه او ۳۰ ټپیان روغتون ته وړل شوي.
نوموړي وویل چې افغان ځواکونو سیمه کلابنده کړې او له وسله والو سره یې نښته دوام لري.
د نوموړي په خبره، د ټپیانو د ډېرېدو امکان لا شته دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل انعام الله میاخېل څو شېبې وړاندې ازادي راډيو ته په خبرو کې د دغه ولایت حوزوي روغتون ته د څلورو جسدونو د ورسېدو خبره تأیید کړه، خو په خبره یې چې له ۲۰ زیات ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.