دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 163748
د بلخ والي خوریی د یوې نجلی له خوا وژل شوی
په شمال بلخ ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي، د بلخ والي د محد اسحاق رهګذر خوریی د یوې نجلی له خوا وژل شوی دی.
د بلخ د والي ویاند احمد منیر فرهاد د پیښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې وژل شوی کس صیف الدین نومیږی او د بلخ والی نژدی خپلوانانو څخه دی.
نوموړی په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او د رامنځته شوې پیښې اصلي دلیل یا علت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
بلخوا د بلخ په امنیه قومنداني یوه امنیتي سرچینه وایي د بلخ والی خوریی د یوې نجلی له خوا وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د بلخ والی خوریی د برید په ترڅ کې ټپي شوی و او نن سهار د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د امنیتي چارواکو په وینا، د پیښې په تړاو یوه نجلی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو او ولایتونو کې د جنایي پیښو ګراف په بې ساري توګه لوړ شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceex8zvjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته