دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 165959
د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې
د میدان وردک ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو تیره ورځ د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې یو پُل په بمونو الوزولی، چې له امله یې دغه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د دغې لارې د بندېدو له امله د مسافرو سلګونه موټر د میدان وردک په سید‌آباد ولسوالۍ کې ولاړ دي.
د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمن منګل امریکا غږ آشنا ته وویل "طالبانو یو پُلچک په سید‌آباد ولسوالۍ کې په بمونو والوزوه او اوسمهال دغه لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده".
هغه دغه راز وویل، چې د میدان وردک ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له خوا د پولیسو د نیول شویو پوستو د بیرته ترلاسه کولو او له دغې ولسوالوۍ څخه د طالبانو د ایستلو لپاره، د افغان ځواکونو له خوا ځمکني او هوايي عملیات دوام لري.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په میدان وردک ولایت کې د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، چې له امله یې لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د ترانسپورتي شرکتونو مسولین وايي، چې له پرون ماښام راهیسې د هغوی سلګونو موټرو ته له کابل څخه د کندهار په لور د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې او زیات شمیر مسافر په کابل کې د لارې د پرانیستلو په تمه دي.
د احمدشاه‌ ابدالي د ترانسپورتي شرکت یو مسول حاجي احمدالله امریکا غږ آشنا ته وویل "سلګونه مسافرو او موټرو له تیر ماښام راهیسې د کندهار په لور حرکت نه دی کړی او په تمه دي. دولت موږ منع کړي یو، چې حرکت و نه کړو".
د میدان وردک سیمه‌ییز چارواکي وايي، هڅې روانې دي چې په سیمه کې ایسار شوي مسافر له فرعي لارو څخه امنو سیمو ته ولیږدول شي.
د کابل – کندهار لویه لاره د افغانستان د جنوب لویدیځ شاوخوا څوارلس ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي او د افغانستان یو له مهمو لویو لارو څخه شمیرل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcammn6o49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته