دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 166647
پنتاګون: طالبان غواړی چی نشه یی توکو تولید کارخاني خوندي سیمو ته یوسی
د امریکا دفاع وزارت په تازه راپور کې ویلی چی طالبان غواړی د مخدره توکو تولید کارخانې د افغان ځواکونو او بهرنیو ځواکونو هوایی بریدونو له امله خوندی سیمو ته ولیږدوی.

د امریکا د متحده ایالتونو دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ د دې هېواد کانګرس ته راپور وړاندې کړ چې د افغانستان امنیتي حالت او جنوبي اسیا لپاره د جوړې شوې ستراتېژۍ د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنې پکې ارزول شوي دي.
په دې راپور کې د نشه يي موادو د کارخانو ويجاړولو لپاره د افغان او بهرنیو نظامي ځواکونو ګډ هوايي بریدونه ګټور بلل شوي او پر دې ټینګار شوی چې وسله وال طالبان هڅه کوي پاته کارخانې خوندې سیمو ته انتقال کړي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا او افغان ګډو نظامي ځواکونو د طالبانو د عایداتي سرچینو پر وچولو ډېر تمرکز کړی، نور د د دوی لپاره د نشه يي موادو د جوړولو لپاره هېڅ خوندي ځای نشته.

د افغان او امریکا ګډو نظامي ځواکونو د تېر مېلادي کال په نومبر میاشت کې د نشه يي موادو پر کارخانو هوايي بریدونه پیل کړي او اوس هم دوام لري.
د پينټاګون په راپور کې ویل شوي چې د روان مېلادي کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا د مې میاشتې تر ۳۱ نېټې پورې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو باندې ټولې ۱۴۴ بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت نشه يي مواد، د تولید وسائل او پرېکرسرونه له منځه تللي دي.
له بله پلوه په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ مرستیال «لینس بونج» د ویډیويي کنفرانس له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دوی تر اوسه پر کارخانو باندې د هوايي ځواکونو په بریدونو کې د ملکي خلکو د وژلو په اړه کوم راپور نه دی تر لاسه کړی.
د افغان او امریکا ګډو نظامي ځواکونو په تېرو اوو میاشتو کې په هلمند، فراه او بدخشان کې د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو بریدونه کړي دي.
https://avapress.com/vdcfjvdyew6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته