دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 168597
جنبش ګوند: سیاسی ګوندونه ټاکنو او طالبانو سره یو لړ پریکړو پرسر موافقی ته رسیدلي
د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد تهینج وایي د یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانو مشرانو د راتلونکو ټاکنو او له وسله والو طالبانو سره د سولې بهیر په اړه غږيدلي.

نوموړی په یوه بیان کې ویلي چې سیاسي ګوندونه او جریانو د ټاکنو او له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه پر یو لړ مهمو پرېکړو موافقې ته رسېدلی.
ښاغلي تهینج په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو زیاته یې کړه چې د وروستيو ناستو په اړه بشپړ جزئیات به ډیر ژر د یوې لویې غونډې په ترڅ کې له خلکو سره شریک شي.
د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور او د افغانستان لوی ملي ائتلاف په نوم د سیاسي ائتلاف غړی عطا محمد نور هم ترې مخکې ویلي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسي مشرانو سره د کتنې پر مهال د هېواد په اړه مهمې پرېکړې کړې دي.
ښاغلي نور په دې اړه نور جزئایت ورنه کړل خو په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف مشرتابه له پخواني ولسمشر او د حراست او ثبات له یو شمېر مشرانو سره کتلي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ناسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دفتر کې جوړه شوې وه.
 
https://avapress.com/vdcb9wb8zrhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته