دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 168706
سولې شورا: طالبانو ته بیلابیل سیاسی دفترونو پرانیستلو ته اړتیا نشته
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په بېلابېلو هېوادونو کې طالبانو ته د دفترونو خلاصول ضروري نه دي.


په ازبکستان او متحده عربي اماراتو کې طالبانو ته د دفترونو د پرانيستو له راپورونو سره هم مهاله، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، طالبانو ته د دفترونو د زیاتولو پر ځای باید د ستونزې پر هواري تمرکز وشي.
د یادې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد په دی اړه وویل، د قطر دفتر د طالبانو یو مناسب ادرس دی چې که اراده موجوده وي، د همدغه دفتر له لارې هم په ستونزو خبرې کېدلای شي.
دی که څه هم طالبانو ته د نورو دفترونو د پرانیستلو اړتیا نه ویني، خو وايي چې بیا هم که د خبرو لپاره کوم بل ادرس غوره کېږي، ستونزه نشته.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو د لوړ پوړو افغان چارواکو له قوله لیکلي چې ټاکل شوې د قطر د دفتر تر څنګ په نېږدې راتلونکې کې په تاشکند او دوبۍ کې هم د طالبانو لپاره دفترونه پرانيستل شي.
دغو سرچینو ویلي چې په ازبکستان او متحده عربي اماراتو کې به د دغو دفترونو له لارې طالبان د افغان حکومت او بهرنیو هېوادونو سره د سولې خبرې تعقیبوي.

سرچینو دا هم ویلي چې د دغو دفترونو تر پرانيستلو وروسته به د دوحې دفتر د طالبانو تعلیمي، د دوبۍ دفتر د تګ راتګ او اړیکو او د تاشکند دفتر د طالبانو سیاسي دفتر وي.
له دې وړاندې ازبکستان د سولې د خبرو لپاره طالبانو سره د اړیکو هم ویلي دي.
د یادونې ده چې په قطر کې د طالبانو دفتر په ۲۰۱۳ میلادې کال کې پرانیستل شو چې تر اوسه د نوموړې ډلې سیاسي دفتر دی.
 
https://avapress.com/vdcdzj0f9yt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته