دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 168861
افغانستان دفاع وزارت: وسله وال طالبان غزنی ښار ډیرو برخو ایستل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه وايي، وسله وال طالبان د غزني ښار له ډېرو برخو ایستل شوي دي.


د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د غزني په مهم ښار کې له څلورو ورځو نښتو او جګړو وروسته وايي چې وسله وال مخالفین د ښار له اکثرو برخو په شا شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید په دی اړه وویل چې دفاعي- امنیتي ځواکونه د ښار نوي په سلو کې برخه په خپله ولکه کې لري.
نوموړي زیاته کړه:
"نوي فیصده د غزني ښار چې دی دا اوس د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، لس فیصده د بهلول باغ خواته یوڅه مزاحمتونه روان دي چې د له منځه وړلو لپاره یې عملیات هم جریان لري او زر کسیز تازه نفس ځواک هم رارسېدلی دی."
د دفاع وزارت ویاند زیاتوي چې پرونیو هوايي بریدونو کې شااوخوا اویا کسه مخالفین وژل شوي دي.

غفور احمد جاوید وايي په تېرو څلورو ورځو جنګ کې شااوخوا دوه سوه وسله وال مخالفین وژل شوي او څه د پاسه ۱۶۰ کسه نوریې ټپیان شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند زیاتوي چې ترڅلوېښتو پوري ولسي خلک او څه د پاسه دېرش عسکر وژل شوي دي.
خو دغه ارقام د مستقلو منابعو لخوا نه دي تایید شوي.
د غزني په جنګ کې له وسله والو طالبانو وروسته ډېره مرګ ژوبله پولیسو ته اوښتې ده.
ویل کېږي چې یو شمېر وسله والو طالبانو د خلکو په کورونو او دکانونو کې ځای نیولی وو.

چارواکو وویل چې د تېرې جمعې په ورځ سلګونو وسله والو طالبانو چې بهرني جنګیالي هم ورسره وو له څو خواوو پر غزني ښار برید وکړ.
دولتي ځواکونو مهمې ودانې ترخپل واک لاندې وساتلې او امریکایي هوايي ځواکونو يې هم مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې پرون د غزني د وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه.
د دغې ادارې مشر، ریچارد پیپرکورن وویل چې د غزني ښار اوسېدونکي چې شمېر يې دوه لکه اویازرو کسانو ته رسېږي د برښنا، اوبو، خوړو او درملو له کموالي سره مخامخ دي.
 
https://avapress.com/vdcfvcdyyw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته