دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 168950
هلمند ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه ډله سولې پروسی سره یوځای شوي
د هلمند چارواکي وايي، د ملا لعل محمد په مشرۍ د دولت د وسله والو مخالفینو یوه اته کسیزه ډله پرون چهارشنبه د سولې له پروسې سره یو ځای شوه.

د هلمند د والي دفتر په یوه بیان کې ددې وسله والو د مشر ملا لعل محمد په حواله ویلي چې دوي له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د دولت پر ضد جنګیدل او اوس له خپلو کړونو پښیمانه دي.
د سولې له پروسې سره یو ځای شویو دې وسله والو ویلي دي چې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو د جګړې قومنده د پاکستان په لاس کې ده.
د هلمند والي ژمنه کړې ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای کیدونکي وسله وال به مصئونه وي او دولت به د هغوي په ژوند کې د مثبتو بدلونونو په رواستو کې همکاري وکړي.
https://avapress.com/vdcenv8z7jh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته