دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 169174
پاکستان نوی صدراعظم: ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې ښې کوو
د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان خلکو ته په لومړنۍ وینا کې وویل چې له ګاونډیو سره خپلې اړیکې ښې کوي.

عمران خان چې ګوند یې تحریک انصاف د جولای د ۲۵مې پارلماني ټاکنې وګټلې او د جمعې په ورځ د پارلمان له‌خوا د صدراعظم په توګه وټاکل شو، خلکو ته په لومړنۍ وینا کې دا خبره یاده کړه.
د عمران خان خبرې په ژوندۍ توګه له ټلوېزیونه خپرېدې او ټینګار یې وکړ چې له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د ثبات د رامنځته کولو په خاطر اړیکې ښې کوي.

عمران خان د کوم مشخص ګاونډي نوم وانه‌خیست، خو د جولای په ۲۶مه یوه ورځ وروسته له هغه چې ګوند یې د پارلماني ټاکنو اکثرې څوکۍ وګټلې، د افغانستان په اړه وغږېد او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د امن او ثبات لپاره به پوره هڅه وکړي.
د عمران خان بېګانۍ خبرې هم د تېر وار په څېر تر ډېره د پاکستان په کورنیو مسایلو له هغې ډلې اقتصادي ستونزو، فساد او قرضداریو متمرکزې وې.
هغه وویل، د پاکستان قرضداري تر ۲۸ تریلیونو روپیو چې څه باندې ۲۲۷ میلیارده ډالره کېږي، اوښتې ده.

عمران خان وویل، د بې‌وزلو خلکو د ژوند د سطحې د لوړولو هڅه کوي او د پاکستان مالي ذخیره به زیاتوي.
هغه دا هم وویل چې په لومړي ګام کې به د پاکستان په صدارت پورې مربوط زرهي موټر لیلاموي او پیسې به‌یې حکومتي ذخیرې ته سپاري.
عمران خان داسې وخت دا خبرې وکړې چې د هغه د مخالف ګوند مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف په پارلماني ټاکنو کې په درغلیو تُند انتقاد وکړ او د بل مخالف ګوند پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو هم د عمران خان په ځينو پخوانیو دریځونو او سیاستونو کلک انتقاد وکړ.
 
https://avapress.com/vdcd5n0foyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته