دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 174828
پاکستان لومړی وزیر: پاکستان آماده دی چی افغانستان سولې بهیر کې رول ولوبوی
د پاکستان لومړی وزیر عمران وایي پاکستان په افغانستان سوله غواړي او هېواد یې چمتو دی چې د افغان سولې په بهیر کې له نورو شریکانو سره یو ځای رول ولوبوي.

نوموړی دغه څرګندونې پرون د فاټا او خیبر پښتونخواه له مشرانو سره د کتنې پرمهال وکړې.
هغه وویل، چې پاکستان به د افغان سولې په بهیر کې خپل رول ولوبوي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان سوله په پاکستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده.
ښاغلي خان همداراز وویل، چې پاکستان پر خپله خاوره یوه ټپول شوې جګړه کړې چې له امله یې ستره اقتصادي بیه پرې کړې ده.
هغه وویل، چې هېواد به یې له دې وروسته پر خپله خاوره په دې ډول هېڅ جګړه کې برخه وانخلي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د یوه پلاوي په مشری پرون دوشنبه شمالي وزیرستان ته تللی و.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له لومړی وزیر عمران خان سره په دغه سفر کې د پاکستان پوځ مشر هم ملتیا کوله.
 
https://avapress.com/vdcf0jdycw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته