دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 169177
د طالبانو په وړاندې د عملیاتو د دوام په اړه د ولسمشر غني لارښوونه
ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې لارښوونه کړې ده د وسله والو مخالفینو په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې   ولسمشر غني له والیانو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د منسوبینو، د ولایتي شوراګانو او د ولایتونو د سولې او علماو شوراګانو له مسوولینو سرهد ویډیو کنفرانس له لارې  د لوی اختر په ورځو کې د امنیت د لازیات تامین او د اوربند د ورځو د مدیریت په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې  یاد ویډیو کنفرانس پرون ماښام په توحید ملي مرکز کې جوړ شو چې په کې د سولي عالي شورا او د افغانستان د علماو سرتاسري شورا رئیسانو، د ملي امنیت سلاکار، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو او یو  شمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود.
ارګ ماڼی وایي ولسمشر غني د ویډیو کنفرانس په جریان کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه تر هغې چې طالبانو اوربند ته مثبت ځواب نه وي ویلی، د پخوا په څېر دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ولسمشر غني وویل، د اوربند مشخصات د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مشترک دستورالعمل له مخې د هېواد ولایتي ادارو ته استول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguy9quak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته